د طالبانو په کنترول کې د برښنا شرکت د ټولو پورونو د ورکولو خبر ورکړ

ارشیف: په افغانستان د برښنا پایې او مز

د افغانستان برښنا شرکت چارواکي وایي چې په تېر یوه کال کې یې د ګاونډیو هېوادونو د وارداتي برښنا او د برښنا د تولید د کورنیو شرکتونو د برښنا د پېر له درکه ټول پورونه ورکړي دي.

د باختر آژانس چې طالبان یې اداره کوي د راپور له مخې د دې شرکت ویاند حکمت‌الله میوندي نن سې شنبې په کابل کې د حکومت د رسنیو په مرکز کې چې د دې شرکت چارواکو خپلې لاسته راوړنې له رسنیو سره شریک کولې وویل چې ازبکستان ته څه باندې ۱۰۵ میلیون ډالره، تاجکستان ته څه باندې ۷۱ میلیون ډالره، ترکمنستان ته څه باندې ۶۴ میلیون ډالره، ایران ته څه باندې ۴۸ میلیون ډالره او کورنیو شرکتونو ته هم ۳۶نیم میلیون ډالره ورکړل شوي دي.

د افغانستان برښنا شرکت مسوولانو د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د برښنا د تولید د ځینو پروژو د یادونې ترڅنګ دا هم وویل چې له یو شمېر پخوانيو زوراکو او سیاسیونو څخه چې د دغه شرکت پوروړي وو، کابو ۱۸۶ میلیونه افغانۍ راټولې کړي او د پاتي پورونو د راټولولو په هدف یوه طرحه جوړه شوې چې د دوی د مشر له کتنې او تایید وروسته به یې په اړه پرېکړه وشي.

دغه شرکت د برښنا د پېر له درکه د ګاونډیو هېوادونو د ټولو پورونو د پرې کولو خبره داسې مهال کوي چې په تېرو وختونو کې ډېر ځلې لیدل شوي چې د افغانستان لوری په خپل وخت د پورونو په پرې کولو کې پاتې راغلی و.