پاکستاني چارواکي: پر چینایانو وروستی برید په افغانستان کې پلان او افغان کړی

د مارچ په ۲۶مه د خیبر پښتونخوا ایالت د شانګلې ولسوالۍ په بشام سیمه کې په یوه ځانمرګي برید کې پنځه چینایي انجینران او د هغوی پاکستانی موټر چلوونکی ووژل شول.

د پاکستان پوځ نن سې شنبې ادعا وکړه چې په پاکستان کې پر چینایي وګړو وروستۍ ځانوژونکې حمله په افغانستان کې پلان شوې او بریدګر یې هم د افغانستان وګړی و.

د مارچ په ۲۶مه د خیبر پښتونخوا ایالت د شانګلې ولسوالۍ په بشام سیمه کې په یوه ځانمرګي برید کې پنځه چینایي انجینران او د هغوی پاکستانی موټر چلوونکی ووژل شول.

د هغه برید مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه‌دی اخیستی.

دغو چینایي انجنیرانو په داسوکې د اوبو بند او برښناکوټ پر جوړولو کارکاوه.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف په اسلام‌آباد کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دغه حمله کاملاً په افغانستان کې پلان شوې او هغه موټر چې ور څخه په دغه برید کې کار اخیستل شوی و، هم په هغه هېواد کې چمتو شوی و.

هغه همدارنګه بریدګر هم د افغانستان وګړ وباله او ویې ویل چې د دغه برید په تړاو څلور مشکوک کسان نیول شوي دي.

د طالبانو حکومت د پاکستان د پوځ د دغې ادعا په اړه سمدستي غبرګون نه‌دی ښودلی، خو له دې مخکې یې په پاکستان کې تاوتریخوالی د اسلام‌آباد داخلي مسئله بللې ده.

د طالبانو حکومت دغه راز ویلي چې هیچا ته به اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان له خاورې پر نورو د بریدونو لپاره کار واخلي.