ملګري ملتونه: د افغانستان څه باندې یو پر درېیمه برخه وګړي له لوږې مخامخ دي

ارشیف: په کابل کې د اړمنو ښځو انځور چې د یوې نانوايي مخې ته منتظرې دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، که افغانستان کې سلو کسانو ژوند کولای، اووه څلوېښت به یې د بقا لپاره بشري مرستو ته اړ وو.

دغې ادارې نن پر خپله ایکس شبکه لیکلي، خو په افغانستان کې سل کسان نه، بلکې ۴۳ ملیونه وګړي ژوند کوي چې څه باندې یو پر درېیمه برخه یې له لوږې مخامخ دي.

د خوړو نړیوال پروګرام یوه ویاند تېره اوونۍ ازادي راډیو ته ویلي وو، دغه اداره د بودیجې د کمښت له کبله په جون میاشت کې یوازې پنځه لکه کسانو ته چې بېړنیو مرستو ته اړ وي، د مرستې رسولو جوګه ده.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د یکشنبې د راپور له مخې په افغانستان کې د ۲۳.۷ ملیونه اړو کسانو له ډلې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.