اوچا: په افغانستان کې سېلابونو شاوخوا ۱۰زره جریبه کرنیزه ځمکه زیانمنه کړې

ارشیف: سېلابونو په بدخشان کې خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، د تېرې میلادي میاشتې د سېلابونو له کبله په افغانستان کې شاوخوا ۱۰زره جریبه کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې ده.

د اوچا ریلییف ویب خپرونې پرون دوشنبه په یوه راپور کې ویلي، د تېرې میاشتې اورښتونه او سېلابونه په تېرو ۴۰ کلونو کې له درېیو سختو هغو څخه دي چې ډېر مالي او ځاني زیانونه یې اړولي دي.

د خپرونې په لیکنه، دغه زیانمنې شوې ځمکې د افغانستان په ختیځ او جنوب ختیځو سیمو کې دي.

په وروستیو کې د افغانستان ګڼ ولایتونه د سختو اورښتونو او سېلابونو شاهدان وو چې د کرنیزو ځمکو د زیانمنولو تر څنګ یې په سلګونو کورونه څه ناڅه یا هم بشپړ ویجاړ کړي او ګڼ څاروي هم مړه کړي دي.