اسراییلي پوځیانو رفح ته نږدې د غزې تړانګې پر یوې برخې ولکه ټینګه کړه

د غزې تړانګې پر یوې برخې د اسراییلي پوځیانو د ولکې ټینګولو یو انځور

د اسراییل د ټانکونو یوې لوا نن د غزې تړانګه پر هغه برخه ولکه ټینګه کړه چې رفح ښار ته نږدې پروت دی.

رفح ښار له مصر سره یوه سرحدي دروازه لري.

که څه هم د حماس له چارواکو سره د اوربند پر سر خبرې حساس پړاو ته رسېدلي، د غزې تړانګې په جنوبي ښار کې بیا هم پوځي عملیات پرمخ بېول کېږي.

د اسراییل پوځ وايي دغه لوا نن سهار وختي رفح ښار ته ننوتله.

د پوځ په وینا، دوی د بشري مرستو رسېدو او هغو کسانو لپاره چې کولی شي مصر ته واوړي، د دې مهمې سرحدي دروازې "عملیاتي کنټرول" په لاس کې واخیست.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش د غزې پر جنوبي ښار رفح پوځي عملیات د نه زغملو وړ یو کار بللی و.