یو ایرانی فعال په ټولنیزو رسنیو کې د یوې لیکنې له کبله په اعدام محکوم شوی

که څه هم معلومه نه ده چې محرابي په مشخص ډول په ټولنیزو رسنیو څه ډول لیکنه کړې وه، خو هغه پر ټولنیزو رسنیو خلک مظاهرو ته رابللي وو.

د ایران په مرکزي ښار اصفهان کې یوې محکمې ایرانی فعال محمود محرابي په ټولنیزو رسنیو کې د یوې لیکنې له امله په اعدام محکوم کړی دی.

د ازادي راډيو ایراني څانګې راډیو فردا د راپور له مخې، محرابي د ۲۰۲۳م کال په فبرورۍ کې نیول شوی او تېرې شپږ میاشتې یې هغه زندان کې تېرې کړي چې خطرناک مجرمان په کې ساتل کېږي.

که څه هم معلومه نه ده چې محرابي په مشخص ډول په ټولنیزو رسنیو څه ډول لیکنه کړې وه، خو هغه پر ټولنیزو رسنیو خلک مظاهرو ته رابللي وو، هغه مظاهرې چې ایران کې د اجباري حجاب د قانون په ضد ترسره شوې.

دغه فعال د جعلي خبرونو د خپرولو او په "ځمکه کې د فساد" په جرم محکوم دی، دا هغه تور دی چې ایران کې قاتلینو، د نشه یي توکو قاچاق وړونکو او د لوی مالي فساد عاملانو ته اورول کېږي.

د محرابي مدافع وکیل ویلي، د پرونۍ محکمې په جریان کې ستونزې وې او هیله یې ښودلې چې ستره محکمه به پام ورته وکړي.