د کوټې او چمن د لویې لارې بندېدل؛ په درېیمه ورځ هم د اعتراضونو لړۍ روانه ده

په چمن کې روان پرلت د ۲۰۲۳م کال له اکټوبر میاشتې راهیسې پیل شوی او ګډونوال یې غوښتنه لري چې افغانستان ته د تګ راتګ لپاره باید د ویزې او پاسپورت د لرلو شرط لیرې شي، خو د پاکستان حکومت یې نه مني.

د بلوچستان ایالت په چمن کې نن په درېیمه ورځ هم د اعتراضونو لړۍ روانه ده.

دې معترضانو له درېیو ورځو راهیسې د کوټې او چمن ترمنځ لوی سړک بند کړی دی.

دوی خبرداری ورکړی چې ترڅو یې غوښتنې ونه منل شي د کوټې چمن لویه لاره به خلاصه نه کړي.

په چمن کې روان پرلت د ۲۰۲۳م کال له اکټوبر میاشتې راهیسې پیل شوی او ګډونوال یې غوښتنه لري چې افغانستان ته د تګ راتګ لپاره باید د ویزې او پاسپورت د لرلو شرط لیرې شي، خو د پاکستان حکومت یې نه مني.

دا پرلت تېره اوونۍ وروسته له هغه په تشدد واوښت چې د ګډونوالو په وینا ملېشه ځواکونو د دوی پر کمپ برید وکړ، یو تن یې په ډزو وواژه او له لسو زیات نور یې ټپيان کړل.

پرلتوالو لومړی دا مړی د احتجاج لپاره د مرستیال کمېشنر د دفتر مخې ته ایښې وو، خو پرون یې بیا خاورو ته وسپاره.

ملېشه ځواک وايي چې پر پرلتوالو یې ډزې نه دي کړي.