د بل‌ګټس بنسټ د افغانستان روغتیايي چارو لپاره ۱۵ میلیونه ډالره مرسته کوي

ارشیف: په کابل کې په یوه روغتون کې بستر شوی ناروغې تر درملنې لاندې دی.

د روغتیا نړیوال سازمان یوې مسوولې ویلي چې بل‌ګټس بنسټ د افغانستان د بنسټیزو روغتیايي چارو لپاره ۱۵ میلیونه ډالره مرسته ځانګړې کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د روغتیا د نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې د سیمې مشرې ډاکترې حنان حسن بلخي پرون د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په لیدنه د دغو مرستو یادونه کړې ده.

ډاکترې حنان همداراز افغانستان او پاکستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د له منځه وړلو لپاره د هغو ۵۰۰ میلیونو ډالرو یادونه کړې چې ګټس بنسټ او ځینې نور تمویلونکي یې د روغتیا نړیوال سازمان او د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف ته ورکوي.

د متقي په حواله په دې بیان کې راغلي چې دوی له دې مرستو منندوی دي، خو د روغتیا له نړیوال سازمان غواړي چې د طالبانو استازی په دغه سازمان کې ومني.