کابل کې پر طالبانو د بریدونو ادعا؛ مقاومت جبهه: څلور طالبان وژل شوي او درې ټپیان دي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولایت موقعیت

ملي مقاومت جبهې ادعا کړې چې یکشنبه ماښام یې په کابل کې پر طالبانو دوه ځایه برید کړی او اوه تنه طالب ځواکونو ته یې مرګژوبله اړولې ده

د طالبانو دې مخالفې وسله‌والې ډلې په خپله ایکس‌پاڼه په یوه بیان کې ادعا کړې چې لومړی برید یې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له دروازې سره کړی دی.

په دې برید کې د یادې جبهې د ادعا په اساس دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

دې جبهې همداراز ادعا کړې چې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په دروازه کې یې هم پر طالبانو برید کړی دی.

د جبهې په خبره چې په دې برید کې یې هم دوه طالبان وژلي او یو تن یې ور ټپي کړی دی.

د طالبانو امنیتي چارواکو لا د مقاومت جبهې د دې ادعاو په اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.

ازادي راډیو هم په خپلواکه توګه د دې ادعاوو تایید نه شي کولای.

د مقاومت جبهې په خپله اعلامیه کې ویلي چې پر طالبانو یې دا بریدونه د بدخشان د خلکو د ملاتړ په خاطر کړي.

د راپورونو په اساس په بدخشان کې دا څو ورځې د خلکو له‌خوا د طالبانو پر ضد په څو سیمو کې مظاهرې روانې دي.

د مظاهرو پر مهال یو کس وژل شوی هم دی.

طالبانو ویلي چې د حالاتو د کرارولو لپاره یې د خپل لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت په مشرۍ یو پلاوی بدخشان ته استولی.