اسراییلي ځواکونو د بیت‌المقدس په ختیځ کې د الجزیرې تلوېزیون په دفتر برید کړی

په منځني ختیځ کې د الجزیرې تلوېزیون یو دفتر

خبري آژانسونو د بیت المقدس په ختیځ کې د الجزیرې تلوېزیون په دفتر د اسراییلي ځواکونو د حملې خبر ورکړ.

څو خبري آژانسونو د اسراییلي رسنیو په حواله ویلي دي چې اسراییلي ځواکونو تېر ماښام د مې۵مه د الجزیرې تلوېزیون پر دفتر برید وکړ او تجهیزات یې ضبط کړل.

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو پرون اعلان وکړ چې د هغه هېواد د کابینې د پرېکړې پر اساس، په ټول اسراییل کې د الجزیرې تلوېزیوني چینل بند شوی دی.

اسراییلو د الجزیرې تلوېزیون چې مرکز یې د قطر په پلازمېنه دوحه کې دی، د امریکا او اروپايي ټولنې له‌خوا ترهګر ګڼل شوې ډلې حماس، په ګټه د یو اړخیزو پروګرامونو په خپرولو تورن کړی دی.

خو الجزیرې د اسراییلو دغه عمل غندلی او د دغه هېواد له لوري لګېدلي تورونه یې رد کړي دي.