طالبانو په بدخشان کې د راپورته شوې ستونزې د څېړنې لپاره یو پلاوی ټاکلی

په بدخشان کې د روانو اعتراضونو یو انځور

د بدخشان په یو شمېر ولسوالیو کې د طالبانو د حکومت پر ضد د ولسي خلکو له لاریونونو وروسته، طالب چارواکي وايي، د راپورته شوې ستونزې د څېړنې لپاره یو پلاوی ټاکل شوی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد تېره شپه ناوخته یوه خپره کړې اعلامیه کې په بدخشان کې راپورته شوی کړکېچ د کوکنارو د کښت له امله بللی او زیاتوي، یو شمېر کسانو د دوی په هغو امنیتي ځواکونو چې د کوکنار په ضد په مبارزه بوخت دي، د هجوم ور وړلو هڅه کړې او وروسته د ده له قوله؛خواشينوونکې پېښې را منځته شوې دي.

هغه زیاته کړې، د پېښې د لا څېړنې لپاره د طالبانو حکومت د رییس الوزرا له‌خوا د دوی د لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی.

خو تېرو دوو ورځو کې د بدخشان له ځینو سیمو خپرې شوې وېډیوګانې ښيي چې سیمه‌‌ییز خلک د طالبانو ځواکونه په خپلسرو کړنو، د ملکي خلکو په وژنې، د خلکو په ځورونې او د دوی کورونو ته په ننوتو تورنوي او د حکومت پر ضد یې شعارونه ورکوي.

سیمه کې خلک دا هم وايي چې طالبانو یو ملکي وګړی وژلی او څو تنه نور یې نیولي دي.

په همدې حال کې د طالبانو حکومت لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت ویلي، چا ته به اجازه ور نه کړي چې د دوی د حکومت پر ضد لاریون وکړي.

بل‌خوا د صلاح‌الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند یوه اعلامیه کې طالبان په بدخشان کې د معترضانو په ځپلو تورن کړي.

دې ګوند د سیمې د خلکو راپورته کېدل د طالبانو د ظلم، ستم او تبعیض پایله بللې.