یو ایرانی چارواکی: طالبان دې د افغان کډوالو د ستنولو لپاره اقدام وکړي

ارشیف: په ایران کې افغان کډوال

د ایران یوه چارواکي پر افغانستان له اوسنیو حاکمانو غوښتنه وکړه چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنولو لپاره اقدام وکړي.

ایراني رسنیو پرون د ایران د بهرنیو کډوالو د ملي سازمان د اتباعو او کډوالو عمومي مدیر علي اصغر بلوکیان په حواله دا راپور ورکړی دی.

هغه ویلي، که اوسني حاکمان له ایرانه افغان کډوال بېرته د دوی اصلي هېواد ته ستانه کړي، افغانستان کې به ډېر لوړ ظرفیتونه ایجاد شي.

د ایران دغه چارواکي ویلي، په ایران کې افغان کډوال په علمي، طبي، فرهنګي او اقتصادي برخه کې ډېر لوړ ظرفیتونه لري چې افغانستان ته د دوی له ستنېدو سره به په بېلابېلو برخو کې د دوی له استعدادونو کار واخیستل شي.

څه کم درې کاله مخکې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته ګڼو افغانانو چې په دولتي او غیردولتي ادارو کې کارونه کول، د ایران تر څنګ نورو ګاونډیو هېوادونو ته پناه یووړه.

په دوی کې ځینې یې غربي هېوادونو ته د تلو په تمه دي او د ګاونډیو هېوادونو په سفارتونو کې یې د پناه غوښتنې د دوسیو کارونه پرمخ ځي.