د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی

ارشیف: په بدخشان کې د راوتلو سېلابونو یو انځور

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت اټکل کړی چې نن هم د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو احتمال شته.

د دې وزارت د هواپېژندنې ادارې پرون شنبه په یوه اطلاعیه کې ویلي چې نن یکشنبه په بدخشان، تخار، بغلان، کندز، سمنګان او بلخ ولایتونو کې د نسبتاً سختو ورښتونو، تالندې او برښنا او ناڅاپي سېلابونو اټکل کېږي.

دې ادارې په ځینو سیمو کې د ۱۵ او ۲۵ ملي مترو ترمنځ بارانونو د ورېدو اټکل کړی.

په وروستیو څو اوونیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې سخت بارانونه وشول چې په پایله کې یې لسګونه کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شول.

دغو بارانونو او سېلابونو همداراز سلګونه کورونه، پراخې کرنیزې ځمکې تخریب او سلګونه څاروي هم مړه کړي دي.