چمن کې پر معترضانو د پاکستاني ځواکونو ډزې؛ ۴ کسان وژل شوي او له ۲۰ ډېر ټپیان دي

په چمن کې د پرلت کوونکو د اعتراضیه غونډې یو انځور

په چمن کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په ډزو لسګونه معترضان چې پرلته یې وهلی و، مړه او ټپیان شوي دي.

د پرلت ویاند صادق اڅکزي نن د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، د ملېشه ځواکونو په ډزو څلور تنه وژل شوي او له شلو زیات نور ټپیان دي.

د هغه په وینا معترضان د غرمې ډوډۍ ته تللي وو چې ملېشه ځواکونو د پرلت پر کمپ برید وکړ او خیمې یې وروسوځولې.

اڅکزی وايي، کله چې دوی خپل ځای ته ستانه شول نو ملېشو ډزې وکړې.

عیني شاهدانو ویلي چې د پرلتوالو کمپ او خیمې یې سوځېدلې او زیاتوي چې له پېښې وروسته د چمن سیمې اوسېدونکي کمپ ته نژدې راټول شول، د حکومت پر ضد شعارونه یې ورکړل او د چمن کوټې لویه لاره یې وتړله.

د کوټې د ملېشه ځواکونو ویاند مشال راډیو ته وویل چې دوی د دې ادعاوو په اړه معلومات راغونډوي.

وروسته له دې چې پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړ، د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر له ۲۱مې راهیسې لسګونه کسانو د چمن سپین بولدک پر لاره پر ازاد تګ راتګ د پاکستان د محدودودیتونو پرضد پرلت پیل کړ چې تراوسه پورې روان دی.