ټایمز اف انډیا: هندي پولیسو افغان جنرال کونسلې ذکیه وردګ سره ۲۵ کیلو ګرامه سره زر نیولي

له ارشیفه د سرو زرو د یوه دوکان تصویر

"د ټایمز اف انډیا" ورځپاڼې د هند د استخباراتي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې په دې هېواد کې یې د افغانستان جنرال قونسلې ذکیې وردګ سره ۲۵ کیلوګرامه سره زر نیولي دي.

دې ورځپاڼې نن لیکلي، په دې اندازه سره زر هغه مهال له نوموړې سره ونیول شول چې له دوبۍ هندوستان ته ستنېده.

ورځپانې د دې اندازې سرو زرو بیه ۱۸،۷ کروړه هندي کالدارې ښودلې او زیاتوي، پولیسو د ذکیې وردګ پر ضد د سرو زرو د قاچاق قضیه ثبت کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، پېښه د اپریل په ۲۵مه شوې؛ خو نوموړې تر اوسه ځکه نه‌ده نیول شوې چې ډیپلوماټیک مصوونیت لري.

د ټایمز اف انډیا د هند استخباراتي چارواکو ته د سپیناوي په اړه د ذکیې وردګ د بیان یوه برخه هم را اخیستې چې ویلي یې دي، په دې اړه حیرانه شوې او د پېښې د لا څېړنې غوښتنه یې کړې.

لا تر اوسه ذکیې وردګ او په هندوستان کې د افغانستان سفارت په دې اړه غبرګون نه‌دی ښودلی.