د حماس یو پلاوی نن غزه کې د اوربند د خبرو لپاره قاهرې ته ځي

د حماس جنګیالي

د حماس ډلې یو جګپوړي چارواکي رویټرز خبري آژانس ته د خپل نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د دې ډلې یو پلاوی به نن د مې په ۴مه د مصر پلازمېنې قاهرې ته ولاړ شي.

حماس ډلې چې امریکا او اروپايي ټولنې یې د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني، دا خبره په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو او د اسراییلي برمته وو د خوشې کولو لپاره د اسراییلو طرحې ته د لیکلي ځواب په بڼه کړې ده.

د مصر د یوې امنیتي سرچینې او د قاهرې په هوايي ډګر کې د چارواکو له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، پرون د مې په دریمه نېټه قاهرې ته د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې د مشر ویلیم برنز له رسېدو وروسته د حماس دې چارواکي دا څرګندونې وکړې.

برنز د غزې د جګړې په اړه د بحث لپاره مصر ته رسېدلی دی.