ازبکستان: افغانستان او پاکستان ته د د اوسپنې پټلۍ پروژه په ۲۰۲۷ کې بشپړیږي

د افغانستان - منځنۍ اسیا د اوسپنې پټلۍ پروژه

ازبکستان وايي، د اوسپنې پټلۍ هغه پروژه چې منځنۍ آسیا د افغانستان له لارې له پاکستان سره نښلوي، د ۲۰۲۷ کال په وروستیو کې پای ته رسېږي.

ټرینډ نیوز خبري آژانس چې د منځنۍ آسیا د روانو چارو خبرونه خپروي پرون د غويي ۱۴مه خبر ورکړ چې د ازبکستان د ترانسپورت وزارت مرستیال جسوربېګ چوريیف د تاشکند د پانګونو په دریمه نړیواله ناسته کې چې پرون یې دوهمه او وروستۍ ورځ وه، په دې اړه څرګندونې وکړې.

د خبر له مخې، ښاغلي چورییف دا پروژه د ازبکستان لپاره د هند تر سمندر پورې مهمه ترانزیتي لاره وبلله او ویې ویل چې د اورګاډي د دې پټلۍ په بشپړېدو سره به ازبکستان ته د تجارتي مالونو په وړو- راوړو کې له ۳ تر ۵ ورځو پورې د وخت سپما وشي.

د طالبانو حکومت تراوسه د دې پروژې په اړه تازه څه نه دي ویلي، خو د روانې غويي میاشتې په پیل کې د طالبانو چارواکو د افغانستان له لارې له منځنۍ آسیا څخه پاکستان ته اورګاډي د پروژې د رغونې په اړه د قزاقستان او قرغزستان له جګپوړو چارواکو سره په کابل کې خبرې وکړې.