بدخشان کې د طالبانو لخوا د یوه ولسي وګړي د وژل کېدو پر ضد لاریون شوی

د افغانستان په نقشه کې بدخشان ولایت

د راپورونو له مخې، د بدخشان ولایت د درایم ولسوالۍ یوشمېر اوسېدونکو پرون د طالبانو له خوا د یوه ملکي وګړي د وژل کېدو په غبرګون کې اعتراض وکړ.

د طلوع نیوز خصوصي ټلویزیون پرون د سیمه ایزو سرچینو له قوله راپور ورکړ چې دا کس وروسته له هغه ووژل شو چې د سیمې اوسېدونکي له هغو طالبانو سره چې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو لپاره درایم ولسوالۍ ته ورغلي وو، ونښتل.

د وژل شوي کس هویت او د مړینې څرنګوالی یې تراوسه نه دي معلوم او په بدخشان کې د طالبانو سیمه ایزو چارواکو هم تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

ځینو رسنیو هغه ویډیوګانې خپرې کړې دي چې ویل شوي د طالبانو پر وړاندې د درایم ولسوالۍ د خلکو د اعتراضونو له جریانه اخیستل شوې دي.