ریچارډ بینېټ: په افغانستان کې خبریالي خورا اهمیت لري

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بینېټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بینېټ وايي، په افغانستان کې خبریالي خورا اهمیت لري.

هغه د مې میاشتې د درېیمې یا د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت نن په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي، په افغانستان کې د رسنیو پر فضا د محدودیتونو زیاتېدو او د خبریالانو د خپلسرو نیونو په باب اندېښنه لري.

بینېټ له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د افغان خبریالانو ملاتړ وکړي.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان نن په یوه اعلامیه کې ویلي، پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته ۲۵۰ رسنیو د فعالیت توان بایللی او د دوو نورو رسنیو فعالیت د محکمې تر بل حکم پورې ځنډول شوی.

د دغه بنسټ په وینا، په دې موده کې د رسنیو د کارکوونکو په وړاندې د تاوتریخوالي تر ۳۰۰ زیاتې پېښې ثبت شوي چې په هغوی کې زنداني کول، لنډمهاله توقیف، احضار، شفاهي ګواښ او د طالبانو دغوښتنو جبري منل شامل دي.