اسټین: په غزه کې د حماس له‌خوا پر امریکايي ځواکونو د حملې هېڅ نښه نه‌شته

د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لوېډ اسټین

د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لوېډ اسټین وايي، هېڅ داسې نښه نه شته چې حماس ډله دې، په غزه کې پر امریکایي سرتېرو کومه حمله پلان کړې وي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

د امریکا دفاع وزیر زیاته کړه، بیا به هم د امریکايي پوځیانو د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات په پام کې وي.

د امریکا پوځ په غزه کې د یوه سمندري بندر د جوړولو قرارداد اخیستی چې په څو ورځو کې به پرانیستل شي او له دې سره به غزې ته د بشري مرستو رسول چټک شي.

د امریکا د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي چې د خرابې هوا له کبله د دغه بندر د فعالیت چارې له ستونزو سره مخامخې شوې دي.