طالبان له ایران سره سوداګري راکړه ورکړه لس میلیارد ډالرو رسوي

نیمروز کې د افغانستان او ایران ترمنځ سرحدي بندر یوه څنډه

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي وايي چې له ایران سره سوداګري راکړه ورکړه به لس میلیارد ډالرو ته ورسوي.

عزیزي، چې د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته تللی، پرون د دغه هېواد په سیستان او بلوچستان ولایت کې د ایران ایسنا خبري اژانس ته وویل چې د چابهار بندر له لارې د ټرانزیټ د پراختیا لپاره ګډه کمېټه جوړوي.

ده وویل چې له ایران سره یې په مخکینیو سفرونو کې هم د چابهار بندر په اړه خبرې کړي او غواړي چې دا بندر سل په سلو کې فعاله شي.

د افغانستان د تېر جمهوري حکومت، ایران او هند د موافقې پر اساس، پر چابهار بندر هند سل میلیون ډالره پانګونه وکړه.

د پاکستان د ټرانزیټي لارو د بیا بیا بندېدو او د افغان سوداګرو د وارداتو او صادراتو په لار کې خنډونه سبب شوي چې د طالبانو حکومت د ایران د چابهار بند ته پام زیات کړي.