کریفو: په افغانستان کې رسنۍ او خبریالان له ډول ډول چلنجونو سره مخامخ دي

ارشیف: په افغانستان کې د یوې خبري غونډې انځور

په قطر کې د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د سفارت ویاند وايي، په افغانستان کې رسنۍ او خبریالان له ډول ډول چلنجونو سره مخامخ دي.

ماریو کریفو په هغه صوتي پیغام کې چې نن یې د مې میاشتې د درېیمې، یا د مطبوعاتو ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت ازادۍ راډیو ته لېږلی، ویلي: "په افغانستان کې د مطبوعاتو وضعیت اوس بدل شوی دی. د خبریالانو د ځورونې او نیولو د ناامیدوونکو پېښو زیاتېدو شاهدان یوو. پر رسنیو د څارنې محیط لا هم ګونګ دی او د دولت د فعالیتونو په باب د اطلاعاتو ترلاسه کول محدود دي. تر ټولو مهمه او نهیلې کوونکې دا ده چې په دې مسلک کې د ښځو ونډه او د افغانستان په رسنیو کې د ښځو استازیتوب ډېر کم شوی."

تر دې مخکې د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي وو چې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د طالبانو له خوا لږترلږه ۱۷ تګلارې د رسنیو د قانون خلاف صادرې شوې دي.

د دې مرکز په خبره په تېرو ۱۲ میاشتو کې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو له ازادۍ د سرغړونو لږترلږه ۱۳۶ موارد یې ثبت کړي دي.