اوکراین؛ اودیسه کې د روسیې توغندیزو بریدونو ۱۴ کسان ټپیان کړي

د پېښې سیمه

د اوکراین د اودیسه د سیمي پوځي چارواکی اولې کیپروایي، د تورسمندرګي په غاړه پر دې ښار د روسیې د نن سهار وختي توغندویي برید په ترڅ کې ۱۴ کسان ټپیان شوي دي.

هغه نن پنجشنبې پر ټیلګرام چینل لیکلي چې دا برید د اور د لګیدو سبب شوی او په سیمه کې یې د اوکراین د پوستي خدمتونو د سیمه ییزې ادارې ډیپوګانې ویجاړې کړې دي.

روسیې په دې وروستیو ورځو کې پرله پسې پراودیسه بریدونه کړي او د اپریل په ۲۹ یې هم له اسکندر توغندي څخه کاراخیستی و.

په دغه برید کې پنځه ولسي وګړي وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي و.

په عین حال کې د روسیې د سمولینسک د سیمې والي واسیلې انوکین نن پرټیلګرام چینل لیکلي چې د اوکراین ډرون الوتکو نن سهار وختي په سیمه کې د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي وو.

هغه ویلي چې په دې برید کې چاته زیان نه دی رسېدلی.

د روسیې دفاع وزارت هم په یوه جلا بیان کې وویل چې د هوایي مدافعې ځواکونو یې د پنځو سیمو پر سر د اوکراین دولس ډرونونه راغورځولي دي.