یوناما د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه ۳ میاشتنی راپور خپور کړ

د یوناما لوګو

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت، یوناما په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په درې میاشتني راپور کې ویلي چې په افغانستان کې سږنی تعلیمي کال په لېسو کې د نجونو زده کونکو له حضور پرته پیل شو، ځکه چارواکو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیزلګولی دی.

دغه راپور چې د یوناما د بشري حقونو د څانګې له خوا برابرشوی او نن د یوناما په وېبپاڼه کې خپورشوی، په افغانستان کې د ۲۰۲۴ کال له جنوري څخه ترمارچ میاشتې پورې په دې هېواد کې له بشري حقونو څخه د سرغړونو او د تاوتریخوالي د پېښو په اړه موارد راټول شوي دي.

په راپور کې د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې په چاودنو کې چې د ډېرو مسولیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې اخیستی، په سلګونو کسانو ته د اوښتي مرګ ژوبلې یادونه شوې ده.

د یوناما په راپور کې په دې موده کې د داعش له خوا په بریدونو کې د لږترلږه ۳۶ کسانو د وژل کېدو او ۱۱۸ نورو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی دی.

دغې ډلې په هرات کې یې پر شیعه ګانو د تېرې دوشنبې د خونړي برید مسولیت هم اخیستی.