رینا امیري هرات کې پر شیعه ګانو برید غندلی

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په هرات ولایت کې په شیعه لږه کیو برید په کلکه غندلی دی.

آغلې امیري نن پنجشنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې د تاوتریخوالي دغه بې معنی عمل د هغه بې رحمه ربړ او ځورونې سخته یادونه کوي چې له خطرسره مخ ټولنې یې ګالي.

نوموړې د دې پېښې له قربانیانو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ غوښتنه کړې چې له عاملانو سره یې باید حساب کتاب وشي.

د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې پر شیعه ګانو د دوشنبې د ورځې په برید کې چې مسولیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې اخیستی، لږترلږه اوه کسان ووژل شول.