امریکا د اوکراین جګړه کې روسیې سره د همکارۍ په تور پر ۲۸۰ شرکتونو بندیزونه ولګول

د امریکا او اوکراین بیرغونه

د امریکا متحدو ایالتونو د اوکراین په جګړه کې له مسکو سره د همکارۍ په تور د روسیې، چین او ځینو نورو هېوادونو پر ۲۸۰ شرکتونو او بنسټونو بندیزونه لګولي دي.

شاوخوا دوه سوه شرکتونه او بنسټونه د امریکا د خزانې وزارت او اتيا نور شرکتونه او بنسټونه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا تر بندیزونو لاندې راغلي شوي دي.

د جرمني DPA خبري اژانس د امریکايي چارواکو په حواله ویلي، روسیې هڅه کړې چې له چینايي شرکتونو او نورو هېوادونو سره د همکارۍ له لارې پر دې هېواد د لویدیځو هېوادونو د بندیزونو ځای ډک کړي.

د امریکا د خزانې وزیرې جینت ییلن په یوه بیان کې ویلي، نور شرکتونه به له روسیې سره د مالي مرستو د برابرولو له امله له ورته پایلو سره مخ شي.

په اوکراین کې د روسیې د جګړې له پیل راهیسې، واشنګټن او متحدینو یې له مسکو سره د همکارۍ په خاطر پر زرګونو شرکتونو بندیزونه لګولي دي.