یو شمېر افغان ښځینه خبریالانې: زموږ خبریالي داسې ده لکه " له ماینونو ډکه ځمکه کې چې ګرځو"

ارشیف

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په درشل کې د افغان ښځینه خبریالانو په وړاندې د ننګونو یادونه کړې او ویلې یې دي چې دا ورځ یوځل بیا د دې یادونه کوي چې افغان ښځینه خبریالانې لا هم په افغانستان کې خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

دې څانګې پرون چهارشنبې په خپله ایکس پاڼه کې په افغانستان کې د عاطفې په نوم د ښځینه خبریالې څرګندونې را اخیستي چې ویلي یې دي، په دې هېواد کې د خبریالې په توګه کارکول داسې دي لکه څوک چې په ماینونو پوښل شوې ځمکه باندې ګرځي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې نن پنجشنبې په همدې پاڼه په یوه بل پوست کې لیکلي چې د افغانستان په لویدیځ کې د ښځو راډیو، د ښځو او نجونو د پیاوړتیا، د پوهاوي د زیاتیدا او د هغوی لپاره د زده کړې په برخه کې د راډیو ځواک کاروي.

سبا جمعه د مې درېیمه د مطبوعاتو نړیواله ورځ داسې مهال په نړۍ کې لمانځل کیږي چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې راهیسې له کله چې پرافغانستان طالبان بیا واکمنان شوي، په دې هېواد کې پرخبریالانو او رسنیو د فعالیت کړۍ تنګه شوې ده.

ډېرو خبریالانو دندې پریښي او په لسګونه رسنۍ هم د اقتصادي او ځینو نورو ستونزو له امله تړل شوې دي.