د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په غزه کې د اوربند هڅې چټکې کړې دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکین

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکین له اسراییلي چارواکو سره په لیدنو کتنو ویلي چې اوس یې وخت دی چې په غزه کې اوربند ټینګ او د حماس له خوا اسراییلي یرغمل آزاد شي.

ښاغلي بلېنکین پرون چهارشنبې اسراییل ته د سفر پر مهال، په غزه کې د روانې جګړې د بندیدو لپاره چې له پیله یې نژدې اوه میاشتې تیریږي، هڅې تېزې کړې دي.

دا د اسراییل او حماس چې متحده ایالات او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې سیمې ته د هغه اوم سفر دی.

ښاغلي بلېنکین پرون چهارشنبې خبریالانو ته وویل چې تراوسه یې د غزې پررفح ښار د اسراییل د پوځي عملیاتو پلان چې هلته د ملکي وګړو ژوند خوندي کړي نه دی لیدلی.

د هغه په وینا، واشنګټن به د دغسې یوه پلان په نه موجودیت کې په دې ښارکې د پراخو پوځي عملیاتو ملاتړ ونه کړي.

خو اسراییل بیا بیا ټینګار کوي چې دغه عملیات به سرته ورسوي ترڅو په وینا یې د حماس پاتې وسله وال بشپړ له مینځه یوسي.