په افغانستان کې د اوچا فعالیتونه کم شوي

ارشیف

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي د بودیجې د زښت زیات کمښت له امله په افغانستان کې حیاتي بشري چارې محدودې شوې دي.

اوچا پرون چهارشنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې که څه هم په افغانستان کې عملاً تاوتریخوالی کم شوی، خو د دې هېواد وګړي سختو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د اوچا په وینا، د اټکل له مخې روان ۲۰۲۴ کال به ۲۳،۷ ملیونه کسان بېړنۍ مرستې ته اړتیا ولري.

اوچا وایي، په افغانستان کې اړو کسانو ته د ژوند ژغورنې لپاره د غوښتل شویو درې میلیارډ او شپیته ملیون ډالرو څخه یوازې ۷،۸ سلنه یې ترلاسه کړې ده او زیاتوي که کافي بسپنه ترلاسه نه کړي، زیانګالي خلک، په تېره ښځې، ماشومان او زاړه به له سخت وضعیت سره مخ شي.