نړیوال جام ته د افغانستان اعلان شوې کرکټ لوبډله او د یو شمېر افغانانو غبرګونونه

یو شمېر افغان کرکټ لوبغاړي - ارشیف

د افغانستان کریکټ بورډ، د ۲۰ اوریزه نړیوال جام سیالیو لپاره چې په جون میاشت کې، په ویست انډيز او امریکا کې ترسره کیږي، تېره ورځ پنځلس کسیزه لوبډله اعلان کړه.

په دې لوبډله کې د راشد خان په مشرۍ ۱۵ اصلي او درې احتیاطي لوبغاړي، شامل دي.

د افغانستان د کریکټ بورډ ویاند، سید نسیم سادات د ۲۰ اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره د نويو لوبغاړو د غوره کولو په اړه ازادي راډيو ته وویل: " ډېره متوازنه لوبډله اعلان شوې ده. نوي ځوانان هم دې لوبډلې ته اضافه شوي دي، هغه ځوانان چې په کورني کریکټ کې ښه ځلېدلي وي دغه راز په دې وروستیو کې ایرلنډ سره چې زموږ سیریز وو، هلته چې ښه ځلیدلي و، هغوی ته فرصت ورکړل شوی تر څو په دې نړیوال جام کې د افغانستان استازیتوب وکړي."

ښاغلي سادات همدا شان زیاته کړه چې په دې وروستیو کې د آي پي ال، کورنیو ۲۰ اوریزو او په سریلانکا کې د روانو سیالیو له کبله، د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړي د ۲۰ اوریز نړیوال جام سیالیو لپاره پوره چمتوالی لري.

سږکال به د کریم جنت، محمد اسحاق او نور احمد لکڼوال ترڅنګ راشد خان، رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدران، نجیب الله ځدران، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نایب، محمد نبي، مجیب الرحمان، ننګیال خروټی، نوین الحق، فضل الحق فاروقي او فرید احمد ملک په دې سیالیو کې د افغانستان استازولي کوي.

د کریکټ یو شمېر پخواني افغان لوبغاړي او مینه وال وايي د دې لوبډلې د توازن جوړولو په صورت کې دوی کولای شي په نړیوالو سیالیو کې ښه وځلیږي.

کرکټ د افغانانو له تر ټولو زیاتو خوښیدونکو لوبو څخه ده او لوبډله یې هم تر نورو برخو ډېره پکې ځلیدلې ده

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی هستي ګل عابد ازادي راډيو ته وویل: " د دې لوبډلې یو ښه ترکیب جوړیدلای شي، ځکه په آل راونډرانو کې داسې کسان شته چې تل ورباندې د بیټینګ حساب شوی دی. نو که چیرته د لوبډلې توازن جوړ شي دوی په نړیوال جام کې ځلېدلی شي."

د کریکټ مینه وال، د کریکټ ۲۰ اوریز جام سیالیو لپاره د افغانستان اعلان شوې لوبډلې ته خوشبینه دي او د دوی د بریا هیلې څرګندوي.

د کابل ښار اوسیدونکی، نعمان شېرزاد ازادي راډيو ته وویل: "د افغانستان ټيم په دې ورستیو کې په لوبو کې ډير ځلیدلی دی او هیله ده چې همداسې په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې هم وځلیږي. زه په ډېرې بې صبرۍ دې لوبه ته په تمه یم او هیله ده چې موږ د دې لوبو وروستي پړاو ته ورسیږو. "

خو د کریکټ لوبډلې یو شمیر مینه وال بیا د دې لوبډلې په جوړښت نیوکه کوي.

یو له دوی څخه مسعود، ازادي راډيو ته وویل: "هغو لوبغاړو ته چې د نړۍ لویو هېوادونو سره د لوبې تجربه نه لري، چانس ورکول خپل خطرونه لري. خو کریکټ بورډ دا خطر پر غاړه اخیستی خو ښه دی چې ځوانو لوغاړو ته هم په لوبو کې چانس ورکول شي."

د نړیوال جام ۲۰ اوریزې سیالۍ د روان کال د جون میاشتې په دوهمه نیټه پیلیږي.

افغان لوبډله د دې سیالیو په سي ګروپ کې له نیوزلانډ، ویسټ انډیز، یوګاندا او پاپو نیوګیني سره لوبې لري.

افغانستان خپله لومړۍ لوبه د جون په څلورمه له یوګانډا، دوهمه د جون په اتمه له نیوزلانډ، درېیمه لوبه د جون په څوارلسمه له پاپونیوګیني او د ګروپ وروستۍ لوبه د جون په اتلسمه له ویسټ انډیز سره کوي.

افغان لوبډله د دې سیالیو بل پړاو ته د لار موندنې لپاره باید درې لوبې وګټي.