طبیعي پېښو تېره میاشت پاکستان کې ۱۴۳ کسان مړه کړي

یو سېلاب ځپلی کور

په پاکستان کې تېره اپریل میاشت ۱۴۳ کسان د ورښتونو، توپانونو او تلندو له کبله مړه شوي دي.

فرانس پریس خبري اژانس پرون د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې د ویاند زهیر احمد بابر په حواله ویلي چې تېره میاشت پاکستان کې د ورښتونو کچه بې سارې او په میاشتني حساب څه باندې دوه چنده زیاته وه.

سېلابونه، د کورونو نړېدل او د ټکندې لویدل د خلکو د مرګ ژوبلې اصلي لاملونه بلل شوي دي.

پاکستان کې د ورښتونو له کبله تر ټولو زیاته مرګ ژوبله له افغانستان سره پر پوله خیبر پښتونخوا ایالت کې اوښتې او دغه ایالت کې ۸۳ تنه مړه شوي دي.

په افغانستان کې هم د حمل یا وري میاشتې له ۲۲مې د غویي میاشتې تر نهمې پورې سختو بارانونو او سېلابونو ۱۰۳ تنه مړه کړي او ۶۰ نور یې ټپیان کړي دي.