داعش ډلې د هرات پر یوه جومات د وروستي برید مسوولیت منلی

د افغانستان نقشه کې هرات ولایت

په هرات کې د شیعه ګانو پر یو جومات د حملې پړه د اسلامي دولت ډلې یا داعش ومنله.

دې ډلې بېګا پر خپله ټلګرام پاڼه په یوه بیان کې دا اعلان وکړ.

د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ د شهرک سیمې په جومات کې پر لمونځ کوونکو د دوشنبې شپې د ډزو په پېښه کې لږ ترلږه اووه کسان ووژل شول.

په عین حال کې د هرات د شیعه عالمانو عمومي شورا له طالبانو غوښتي چې د دې برید عاملانو ته سخته جزا ورکړي.

دې شورا په یو بیان کې دا یو وحشیانه برید بللی چې په وینا یې د هېوادوالو د خپګان سبب شوی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیت او په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ هم دا حمله غندلې ده.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګې له دې مخکې هم په هرات او نورو ولایتونو کې د دې ډول حملو پړه منلې وه.