د اوکراین ولسمشر د اروپا پر یووالي او ځواکمنتیا ټینګار وکړ

ولودمیر زلینسکي

د اوکراین ولسمشر وايي، اروپا داسې څه نه ده چې په تبلیغات یې څوک پر خلکو وتپي یا یې خوندي وساتي، بلکې عملي کار غواړي.

ولودمیر زلینسکي پرون سې شنبه په اروپايي ټولنه کې د چک جمهوریت د غړیتوب د شلو کلونو پوره کېدو په مناسبت دا خبره، په یوه ویډیو کې وکړه.

هغه زیاته کړه: " زموږ اروپا، د ملتونو، ملیونونو متفاوتو انسانانو او ټولنو یو داوطلبانه اتحاد دی. دا د ملتونو تر شا د څو زبرځواکونو کومه دسیسه نه ده. اروپا داسې څه نه ده چې په تبلیغاتو یا تاوتریخوالي یې څوک پر چا وتپي یا یې خوندي کړي. دا هغه موضوع ده چې مسکو یې درک کول نه غواړي."

اوکراین له کلونو راهیسې هڅه کوي چې د اروپايي ټولنې غړیتوب ترلاسه کړي او دا هڅې وروسته له هغې لا چټکې شوې چې روسیې د ۲۰۲۲م کال د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل پیل کړ او لا هم دوام لري.