د هرات د شیعه ګانو شورا: طالبان دې د وروستي برید عاملان معلوم او مجازات کړي

ارشیف

په هرات کې د شیعه عالمانو عمومي شورا له طالبانو غوښتنه وکړه چې د شیعه ګانو پر جومات د دوشنبې د شپې د حملې عاملان سخت مجازات کړي.

د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ د شهرک سیمې په جومات کې پر لمونځ کوونکو د ډزو په پېښه کې لږترلږه اووه کسان وژل شوي دي.

په هرات کې د شیعه عالمانو عمومي شورا پرون سې شنبه په یوه اعلامیه کې دا یو وحشیانه برید بللی چې په وینا یې، د افغان هېوادوالو د خوابدۍ سبب شوی دی.

په افغانستان د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیت او په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ په هرات ولایت کې دا حمله غندلې ده.

د دې برید پړه تر اوسه کومې ډلې نه ده منلې، خو تر دې مخکې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان ولایت څانګې د دغسې ځینو حملو پړه منلې ده.