د اوکراین پر اودیسې د روسيې د برید له کبله لږترلږه ۵ کسان وژل شوي

د اوکراین په ساحلي ښار اودیسې کې د هري پاټر کلا چې د روسیې د توغندیز برید له کبله اور اخیستی دی.

د اوکراین په ساحلي ښار اودیسې کې د هري پاټر د کلا په نوم پر یوه ودانۍ د روسيې توغندويي برید لږترلږه پنځه کسان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي.

ویل کېږي په ټپیانو کې د سیرهي کیوالوف په نوم د یوه روس پلوه ګوند پخوانی وکیل چې په یاده یوه ودانۍ کې یې د حقوقو یو پوهنځي جوړ کړی و، هم شامل دی.

د اودیسې والي اولیه کیپر بیګا پر خپله ټلګرام پاڼه خبر ورکړی و چې په دې برید کې درې مېرمنې او یو نارینه وژل شوي، خو وروسته یې وویل چې د دې حملې له کبله یو بل سړی هم د مغزي سکتې په نتیجه کې مړ شوی دی.

کیپر زیاته کړه چې د ۳۲ تنه ټپيانو له ډلې ۲۵ تنه په روغتون کې دي چې په ډله کې یې دوه ماشومان هم شامل دي.

له دې برید وروسته په خپرو شویو ویډیويي تصاویرو کې د تور سمندرګي پر غاړه پرته د اروپا د ګوتیکې معمارۍ په سبک جوړه دا ودانۍ په داسې حال کې چې د اور په لمبو کې سوځي، لیدل کېده.