افغانستان کې د خبریالانو له خونړۍ وژنې ۶ کاله تېر شول؛ اوس وضعیت څرنګه دی؟

Your browser doesn’t support HTML5

له نن څخه شپږ کاله مخکې د افغانستان د رسنیو کورنۍ د یوې خونړۍ حملې شاهده وه چې په کې د رسنیو کارکوونکي په نښه شوي وو. د ۲۰۱۸م کال د اپرېل په ۳۰مه خبریالان د یوې چاودنې خبري پوښښ لپاره راټول شوي وو چې بله چاودنه وشوه. په دې پېښه کې د ازادي راډیو د دوو خبریالانو په ګډون د رسنیو ۹ کارکوونکي ووژل شول.