ځینې افغانان: وروستیو بارانونو او واورو مو کښت او کرنیزې ځمکې زیانمنې کړي

وروستیو سېلابونو په کاپیسا کې هم زیانونه اړولي دي.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر بڼوال او کروندګر وايي، د سېلابونو تر څنګ وروستیو واورو او بارانونو د دوی کښت او کرنيزې ځمکې سختې زیانمنې کړي دي.

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د وروستیو سختو سېلابونو، واورو او بارانونو د ځاني او مالي زيانونو تر څنګ کروندګرو، کرنيزو ځمکو، حاصلاتو او بزګرانو ته سخت زيان اړولى دی.

د غزني ولايت يو بڼوال حيات‌الله رحماني وايي چې د وروستيو واورو ورېدو له امله يې مېوه لرونکي ونې زيانمنې شوې دي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "شاوخوا دوه سوه زره افغانۍ راته زيان رسېدلى. هغه ونې چې په ګلانو راغلې وې؛ لکه بادام، مڼې، او ګيلاس له منځه تللي دي. اوس مې پنځوس جريبه ځمکه په کرايه نيولې ده. ايراني ګيلاس چې په کې وو او په ګل راغلي وو اوس يخ وهلي، خو غنمو ته به انشاالله زيان ونه رسوي."

د ميدان وردګو ولايت يو بل بزګر او بڼوال سيدګل پادشاه هم ورته شکايت لري او وايي چې د ده ټول باغونه او کرنيزه ځمکه سېلابونو لاندې کړي دي.

دوى ازادي راډیو ته وویل: "کابو اوه سانتې واوره ورېدلې او ږلۍ هم ورېدلې. د زردالو، مڼو او ګيلاسو ونې يې خرابې کړي. د اوبو سطحه پورته شوې. باغونه او ځمکې ټول د اوبو لاندې شوي. ځپنې ونې وچې شوي او د وچېدو خطر یې په ډېرېدو دی."

د ننګرهار ولایت یو بل کروندګر سید اکبر وايي، وروستیو اورښتونو د ننګرهار په ګډون په ګرمسېرو ولایتونو کې د غنمو او وریژو کروندو ته سخت زیان اړولی دی.

نوموړي وويل: "ډېر زيان يې اړولى دى، غنم په پخېدو دي. په جلال اباد ښار کې ترکارۍ ته ډېر زيان رسېدلى. ږلۍ له منځه وړي، غنمو او ترکارۍ ته ډېر زیان رسوي."

دا په داسې حال کې ده چې د روان لمريز کال له پيل راهيسې، د افغانستان ډېرى ولایتونو کې اورښتونه او سختو سېلابونو د راوتلو له امله خلکو ته د ځاني او مالي زیانونو ترڅنګ یې، په ځينو سيمو کې نښلېدونکې لارې هم ويجاړې کړي دي.

خو په دو وروستيو ورځو کې باميان، ميدان وردګ، غزني بدخشان ، لوګر او پنجشېر ولايتونو کې د واورې د ورېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د حکومت د دولت وزارت د شمېرو له‌مخې چې په دې وروستيو ورځو کې يې خپرې کړي، د وري له ٢٢مې څخه د ثور تر نهمې پورې په ټول افغانستان کې د سختو بارانونو او سېلابونو په پايله کې لږ تر لږه ١٠٣ تنه مړه او ۶۰ نور ټپیان شوي دي.

Your browser doesn’t support HTML5

جلال‌اباد ښار ته نږدې درونټه کې غر ښویېدنې پېښه؛ لږترلږه ۴ کسان مړه شوي

همدا راځ په زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه، حاصلات او په سلګونه څاروي له منځه تللي دي.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د هوا پېژندنې ادارې وړاندوینه کړې چې د سه‌شنبې په ورځ به په بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کابل، پکتیا، تخار او لوګر ولایتونو کې واورې ، باران، سېلابونه او تالنده وي.