یوناما د هرات پر یوه جومات د برید غندنه او د پلټنو غوښتنه وکړه

د یوناما لوګو

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما د هرات ولایت پر یوه جومات برید چې اوه تنه یې وژلي، غندلی دی.

یوناما په یو بیان کې د پېښې د عاملانو د پېژندنې لپاره د ژر تر ژره څېړنو غوښتنه کړې.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر خپله ایکس پانه لیکلي چې پېښه تېر ماخوستن د ګذرې ولسوالۍ په شهرک سیمه کې شوې.

ښاغلي قانع لیکلي دي چې په پېښه کې شپږ تنه وژل شوي او یو تن ټپي دی، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

ځینو سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې برید د امام زمان په نوم د شیعه ګانو په یوه جومات کې شوی دی.

ویل شوي چې په وژل شویو کې یو ماشوم او یو ملا امام هم شامل دي.

د دې برید پړه تراوسه کومې ډلې نه ده منلې خو داعش ډلې دې ته د ورته پخوانیو حملو پړه منلې ده.