قاهره کې د غزې د اوربند په اړه له هڅو سره هم مهاله، غزه کې فلسطینیان وژل شوي

غزه - ارشیف

د اسراییلي پوځیانو هوایي بریدونو پرون داسې مهال لسګونه فلسطینیان ووژل چې د امریکا او حماس استازي په قاهره کې د اوربند د خبرو نوي پړاو ته کیناستل.

حماس چې په غزه کې له اسراییلو سره په جګړه بوخت دي، د امریکا او اروپایي ټولنې له خوا د ترهګرو په توګه پېژندل کیږي.

رویټرز خبري اژانس لیکلي چې په پرونیو بریدونو کې ډېر فلسطینیان د غزې په جنوبي ښار رفح کې وژل شوي، چېرته چې د غزې د ۲اعشاریه درې میلیونه وګړو نژدې نیمایي برخې له جګړې پنا وړې ده.

پر رفح ښار له هوایي بریدونو څو ساعته وروسته د مصر دولتي تلویزیون وویل چې د حماس پلاوی بیرته دوحې ته روان شوی او د اوربند د غوښتنې په تړاو به له لیکلي ځواب سره بیرته قاهرې ته ستون شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن چې د منځني ختیځ په سفر بوخت دی له حماسه غوښتي چې د اوربند غوښتنه ومني.