جوزپ بوریل: یو شمېر اروپایي هېوادونه به د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول، جوزپ بوریل

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول اعلان وکړ چې تمه ده څو اروپايي هېوادونه تر یوې بلې میاشتې پورې یو فلسطینی دولت په رسمیت وپېژني.

جوزپ بوریل دغه خبر پرون د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د نړیوال اقتصادي فورم د ځانګړې غونډې په څنډه کې اعلان کړه.

امریکا متحده ایالتونو بیا شاوخوا لس ورځې مخکې په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب غوښتنه ویټو کړ.

د امنیت شورا ۱۲ غړو هېوادونو په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب ملاتړ کړی و، چې په دوی کې د امنیت شورا د دریو دایمي غړو فرانسه، چین او روسیې سربېره د امریکا دوه اسیايي متحدان جاپان او جنوبي کوریا شامل دي.

تېره میاشت هسپانیې، ایرلنډ، مالتا او سلوانیا اعلان وکړ چې د فلسطیني دولت په رسمیت پېژندلو لپاره به په ګډه کار کوي.