یونیسف د پولیو پر وړاندې د واکسین کمپاین کې د افغان ښځو رول وستایه

ارشیف

یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق د پولیو د واکسین د تطبیق په برخه کې د ښځینه واکسیناتورانو د ګډون پر اهمیت ټینګار لري.

د ملګرو ملتونو د دغې ادارې افغانستان څانګې د ایکس پاڼې له لارې د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي چې دغه ښځې د ماشومانو د ژغورنې لپاره هغوی ته واکسین تطبیقوي.

که څه هم د طالبانو حکومت په بهرنیو او کورنیو نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی، خو د روغتیايي خدمتونو په برخه کې د دوی لپاره استثناء رامنځته شوې ده.

د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې د دوشنبې په ورځ د پولیو واکسیناسیون پیل شو.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس، په دغه څلور ورځني کمپاین کې له پنځو کلونو کم عمره یوولس میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیقږي او هر ماشوم ته به ویټامین اې (A) هم ورکړل شي.