طالب چارواکي: هرات کې پر یوه جومات د برید له امله ۶ تنه وژل شوي او یو تن ټپي دی

د افغانستان په نقشه کې هرات ولایت

د طالبانو د حکومت کورنیو چارو وزارت وایي، هرات کې یوه کس پر لمونځ کوونکو ډزې کړي چې شپږ تنه یې وژلي او یو بل یې ټپی کړی دی.

د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې پېښه تېر ماخوستن نهه بجې د ګزرې ولسوالۍ په شهرک سیمه کې شوې.

ښاغلی قانع د پیښې نور جزیات نه دي ورکړي.

ځینو محلي رسنیو بیا ویلي چې برید د امام زمان په نوم جومات باندې شوی چې د شیعه مذهبو اړوند دی.

په ډزو کې د یوه ماشوم او یوه ملا امام د وژلو خبره هم شوې ده.

تراوسه کومې ډلې د دغو ډزو مسولیت نه دی منلی، خو تر دې وړاندې داعش وسله والې ډلې د ورته بریدونو پړه منلې ده.