بلېکین: حماس دې اوربند قبول او اسراییلي یرغمل ژر ازاد کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېکین په سعودي کې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېکین له حماس څخه وغوښتل چې په غزه کې د اوربند لپاره د اسراییل وړاندیز سمدستي ومني او اسراییلي یرغمل ازاد کړي.

ټاکل شوې وه چې د حماس چې امریکا او اروپایي ټولنه یې یوه ترهګره ډله بولي، مرکچیان نن دوشنبې د مصر په پلازمېنه قاهره کې له قطري او مصري مینځګړیو سره وګوري ترڅو د اسراییل د هغه اوربند وړاندیز ته چې د تېرې اوونۍ په پای کې یې وړاندې کړی او په څو مرحلو کې تطبیق کیږي، خپل ځواب ووایي.

بلیکین چې په ریاض کې یې خبرې کولې وویل، حماس اوس یوداسې وړاندیز لري چې د ده په خبره د اسراییل له لوري ډېر سخاوتمندانه دی.