د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې د ګوزڼ پر ضد د ماشومانو د واکسین کمپاین پيل شو

ارشیف

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د یو شمېر نورو ادارو په همکارۍ د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا فلج واکسین پيل کړی دی.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې چې نن سهار یې خپره کړې راغلي چې د واکسیناسیون دغه کمپاین تر پنجشنبې ورځې دوام کوي.

ویل شوي چې په دې کمپاین کې به نژدې ۱۱ میلیونه هغه ماشومان واکسین شي چې عمرونه یې له پنځو کلونو ښکته دي.

دغه کمپاین د سړې هوا له کبله په درېیو ولایتونو دایکندي، غور او بامیانو کې نه پلی کیږي.

د واکسین په دې پړاو کې ماشومانو ته د ویټامین اې ټابلیت هم ورکول کیږي.

پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ یوه ویروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري، خو یوازې واکسین یې مخه نیولی شي.

پولیو یوازې افغانستان او پاکستان کې پاتې دی او سږ کال یې په افغانستان کې دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.