ترکیش ایرلاین له ۳ کلن ځنډ وروسته افغانستان ته الوتنې پيلوي

ترکیش ایرلاین

د ترکیې هوایي کرښو ( ترکیش ایرلاین) له نژدې درې کلن ځنډ وروسته افغانستان ته د الوتنو د بیا پيل خبر ورکړی دی.

دغه شرکت پر خپله وېبپاڼه له استانبوله کابل ته د لومړني پرواز وخت د راتلونکې جوزا میاشتې لومړۍ نېټه یاده کړې ده.

د افغانستان ځایي رسنیو د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت په حواله ویلي چې دوی د دغو الوتکو ورتګ ته چمتوالی لري او په وینا یې اونۍ کې به څلور ځله تګ راتګ کوي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه، واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته ترکیش او یوشمېر نورو نړیوالو هوایي شرکتونو کابل ته الوتنې وځنډولې.

دې ډله کې د متحده عربي اماراتو یوه شرکت فلای دبی له تېرې نومبر میاشتې راهیسې کابل ته الوتنې پيل کړي دي.