طالبانو خوست کې نيولي ۳ خبریالان خوشې کړل

د افغانستان د خبريالانو مرکز لوګو

د افغانستان د خبریالانو مرکز په خوست کې د نیول شویو درېيو خبریالانو د خوشې کېدو خبر ورکوي.

دغه مرکز چې اوس له افغانستانه بهر فعالیت کوي، نن یکشنبې په خپله وېب پاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې د راډیوګانو دغه درې خبریالان چې د موسیقۍ د خپریدو او له ښځینه اوریدونکو سره د ټیلفوني تماسونو په تور نیول شوي وو، له شپږ ورځو توقیف وروسته نن یکشنبې غرمه مهال د خوست د امنیې قومندانۍ له توقیفه خوشې شول.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د ناز راډيو د خبریال اسماعیل سعادت، د اقراء راډیو د خبریال وحیدالله معصوم او د ولس غږ راډیو د خبریال احسانه الله تسل د خوشې کېدو هرکلی کړی، خو ټینګار یې کړی چې د دوی نیول کیدل غیرقانوني وو او باید نیول شوي نه وای.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې په ټول هېواد کې د رسنیو له خوا د موسیقي پر خپریدو بندیزلګول شوی و، خو له رسنیو سره د ښځنیه اوریدونکو پر ټیلفوني تماسونو بندیز یوه نوې موضوع ده چې د تېرکال په حوت میاشت کې په خوست کې د طالبانو امنیه قومندانۍ عملي کړې ده.