ایران د جنګي ډرون الوتکو نوې بڼه نندارې ته وړاندې کړه

د ایران پوځ نن یکشنبې نوې جنګي ډرون الوتکې چې تر هدف پورې ځان رسوي او چوي، نندارې ته وړاندې کړې.

دا هغه ډول ډرونونه دي چې روسیه ورڅخه د اوکراین په جګړه کې کار اخلي.

د ایران د دولتي تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې، دغه نوي ډرونونه یا بې پیلوټه الوتکې چې تراوسه یې نوم ندی په ډاګه شوی، د روسیې زلا لانسیت Russian Zala Lancetډرون ته ورته دي چې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۲۰ کال کې تولید شوي.

تسنیم آژانس په خپل راپور کې د دغې نوې بې پیلوټه الوتکې یوه ویډیو هم خپره کړې ده.

د جرمني خبري آژانس د راپور له مخې، ایران په وروستیو کلونو کې د ډرون الوتکو په تولید کې د پام وړ پرمختګ کړی او د دې هېواد ساخت الوتکو څخه روسي ځواکونو په اوکراین کې زښت زیات کار اخیستی دی.