د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو وړاندوېنه شوې

ارشیف

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ریاست اټکل ښيي چې نن یکشنبه به هم د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې اورښتونه او سېلابونه وي.

دغه وزارت پرون شنبه په خپله ایکس شبکه (پخواني ټویټر) کې لیکلي، په بدخشان، تخار، کندوز، بلخ، سمنگان، نورستان، کونړ، لغمان، ننگرهار، پروان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، بغلان، میدان وردګ، لوگر، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، ډایکنډي، بامیان، سرپل، زابل، اروزگان، کندهار، هلمند او غور ولایتونو کې د اورښتونو، تالندې- برېښنا او سېلابونو احتمال شته.

په بېلابېلو سیمو کې د باران اندازه له ۱۵ تر ۵۰ ملي مترو اټکل شوې ده.

په دوام کې ویل شوي چې په ځینو ولایتونو کې د سختو بادونو د لګېدو احتمال هم شته.

په وروستیو اوونیو کې د اورښتونو او سېلابونو له کبله په لسګونو کسان مړه شوي او زرګونو کورونو یا کروندو ته یا څه ناڅه زیان اوښتی یا په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.