شویګو: منځنۍ آسیا لپاره اصلي ګواښ لا هم په افغانستان کې دېره سختدریځې ډلې دي

د روسیې دفاع وزیر سیرګي شویګو

د روسیې دفاع وزیر سیرګي شویګو وايي چې د منځنۍ آسیا د هېوادونو لپاره اصلي ګواښ لا هم په افغانستان کې دېره سختدریځې ډلې دي.

شویګو پرون د اپرېل په ۲۶مه په قزاقستان کې د شانګهای د همکارۍ د سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د وینا پرمهال دا څرګندونې وکړې.

که څه هم د روسیې دفاع وزیر د دې ډلو نومونه یاد نه کړل، خو په افغانستان کې د څو وروستیو حملو پړه د داعش ډلې خراسان څانګې منلې ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو سرپرست وزیر امیرخان متقي تېره اوونۍ په یوه وینا کې ادعا وکړه چې د افغانستان لږترلږه درې ګاونډي هېوادونه په سیمه کې د داعش ډلې د فعالیت امکانات برابر کړي، خو هغه د کوم ځانګړي هېواد نوم یاد نه کړ.

د شانګهای د همکارۍ سازمان د امنیتي همکاریو په هدف جوړه شوې ټلواله ده چې روسیه، هند، چین، ایران، پاکستان، قزاقستان، ازبکستان، قرغزستان او تاجکستان غړیتوب په‌کې لري.