قزاقستان افغانستان ته د غلې د صادراتو د کچې زیاتولو ته لېوالتیا ښودلې

د قزاقستان محصولات چې افغانستان ته صادرېږي.

قزاقستان د ترکمنستان له لارې افغانستان ته د غلې د صادراتو د کچې زیاتولو ته لېوالتیا ښودلې ده.

د قزاقستان د حکومت مطبوعاتي ادارې پرون د اپرېل ۲۶مه په یوه بیان کې ویل چې د قزاقستان مرستیال صدراعظم کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا له مرستیال ملاعبدالغني برادر سره په کتنه کې وویل، هېواد یې غواړي د کسپین سمندرګي له بینو ترمینل څخه ترکمنستان او له هغه ځایه افغانستان ته د غلو دانو صادرات زیات کړي.

له دې مخکې ملي راډیو ټلویزیون چې طالبان یې اداره کوي، راپور ورکړی و چې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې د قزاقستان له مرستیال صدراعظم او د ترکمنستان د ولسمشر له مرستیال سره د افغانستان، قزاقستان او ترکمنستان په درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ.

د راپور له مخې په دې غونډه کې له جنوبي آسیا سره د منځنۍ آسیا د اتصال، د دریو واړو هېوادونو په قلمروونو کې د ټرانزیټي لګښتونو د کمولو او یوشمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.